د 1403 هـ ل کال، عقرب میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:
یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو مسايلو لکه د (SMART LOCKER) پروژي د اغیزمن تطبیق په موخه د بلخ مزار شریف حیرتانو پُست خوني د ترمیم په هکله تصمیم نیول، د ولایاتو د مرکز او ولسوالیو تر منځ د پُستي انتقالاتو او تبادلې په موخه روښانه میکانیزم رامنځته کول او په ټرانزیټي وسایطو کې د (SMART LOCKER) پروژي په موثر ډول مدیریت کولو او په یو شمېر نورو موضوعاتو هر اړخيز بحث ترسره شو.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړېني لارښووني او سپارښتني وړاندې کړي.