د هېواد جنوب او لودیځو ولایتونو ته د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي او ورسره مل پلاوي رسمي سفر پای ته ورسید:
یاد سفر په جنوب لودیځو ولایتونو کې د پُستي خدمتونو د څرنګوالي او څارنې په موخه په لار اچول شوی وو د سفر په ترڅ کې ښاغلي مکي او ورسره مل پلاوي د جنوب لودیځو حوزې اړوندو ولایتونو له والیانو او مسؤلینو سره د پُستي خدمتونو د لا پیاوړتیا او پدغه برخه کې د شته ستونزو له منځه وړلو په موخه لیدنې تر سره کړي. ښاغلي مکي د ولایتونو له مسؤلینو سره د لېدنو پر مهال د پُستي خدمتونو په اهمیت رڼا واچوله او د پُستي خدمتونو د کیفیت لوړولو په برخه کې یې د مسؤلینو د هر اړخیزو همکاریو غوښتنه وکړه.