د افغان پوسټ تاریخ

د افغانستان د پست اداره په ټول هیواد کی دیو قرن را پدیخوا خلکوته پستی خدمتونه وړاندی کوی . دافغانستان پست اداره د نړیوالی پستی اتحادیه او EMS  دکوپراتیف فعال غړیتوب لری او دداخلی او خارجی پستی خدمتونه داخیستلو او ویشلو چاری د 463 پستی خونو له لیاری د پستی شعار سره سم (ډاډمن ،چټک ‌،امن ،محرم) په هیوادکی خلکوته وړاندی کوی . افغان پست د شه او ارزانه پستی خدمتونو په وړاندی کولو سره ستا سو باور ساتی مونږ همیشه دخپلو رانیوونکو (مشتریانو) غوشتنی او ضرورتونه دپر مختللی تکنالوجی او عصری تجهیزاتو سره سم په پام کی لرو. دخپلو مشتریانو دپوره ډاډ په خاطر باید ووایو چه د افغان پست تولی پرمختیایی پروژی دنوو خدمتونو درامیځته کولو او دموجوده خدمتونو دپراختیا په منظور په چټکۍ دپرمختګ په حال کشی دی او افغان پست به وراز راز پسی خدمتونوپه وړاندی کولو سره په مارکیټ باندی دبرلاسی اداری په نوم وپیزندل شی انشاء الله.

دافغان پست شبکه

کابل دپست داداری دمرکز په توګه د 25 شهری پستی خونو او 14 محلی (ولسوالیو) پستخونو لرونکی ده.

هر ولایت په مرکزی کی یوه مرکزی پسته خانه چه ټولی دکابل په شمول 34 مرکزی پسته خانی فعالیت کوی.

دکار ساعتونه

له شنبی تر چار شنبی دسهار له اتوبجو دمازیګر تر څلوروبجو.

 پنجشنبی درسمی وختونو سره برابر.