بلخ ولایت مزار شریف کې تر کوره پورې د پاسپورټونو د وېش خدمتونو لړۍ پیل شوه!

noor_admin
;

افغان پُست امارتي شرکت له ژمنې سره سم د پاسپورټ عمومي ریاست سره د کړې هوکړه لیک له مخې، له کابل، هرات، کندهار او ننګرهار وروسته دا ځل په بلخ ولایت کې تر کور یا کار ځای پورې د پاسپورټونو د وېش لړۍ رسمآ پیل کړه.
د یادو خدمتونو د پرانېستې په مراسمو کې د افغان پُست امارتي شرکت عمومي رئیس الحاج مولوي رحمت‌الله مکي، د سوداګرۍ د ودې او پراختیا رئیس انجنیر ذبیح الله عمر، د بلخ ولایت د پاسپورت آمر محترم شیخ ابوبکر، د بلخ ولایت د دفتر رئیس، د مختلفو اداراتو رئیسانو، قومي مشرانو او سپیـن ږیرو ګډون درلود.
اوس بلخ مېشتي هېوادوال کولای شي خپل پاسپورټونه په خوندې، چټک او له خنډ پرته په خپل کور یا هم کار ځای کې ترلاسه کړي.
د یادونې وړ ده چې یاده پروسه اوسمهال په کابل، هـرات، کندهار، ننګرهار او تازه په بلخ ولایت کې پیل شوه او ډېر ژر به نورو ولایتونو ته هـم وغځول شـي.

Latest announcements

Tue, Nov 22 2022 1:43 PM
Background image

Awareness

Dear customer! Afghan Post State Company has restarted the process of selling postage stamps, now you can get the postage stamps you need from the head office of Afghan Post State . . .

Back to announcements