د چټک پُست خدمتونه

د چټک پُست خدمات یا Express Mail Service، هغه نړیوال تضمین شوي او انتقالاتي خدمات دي چې د هېواد د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پُست ادارې په ګډون د نړ‌یوالې پُستي ټولنې د غړو هېوادونو د ۲۰۰ زیاتو پُستي آپریټرانو له خوا وړاندې کېږي. د نړیوالې پُستې ټولنې هر غړی هېواد، خپل چټک پُستي خدمات تر بېلابېلو عناوینو، زیات کېفیت او مصئونیت سره در پېژني. پر همدې بنسټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پُستي اداره خپل چټک پُستي خدمات د ۲۰۰۸ کال د جنوري په لومړۍ نېټه په ملي او بین الملي کچه د ( افغان شاهین پُست) تر نوم لاندې په ښه کیفیت او مصئونیت سره پېل کړل.

دا ډول خدمات، د EMS توکو مصئون او چټک وېش په تعقیبي سیستم سره د ۲ــــ ۳ کاري ورځو په اوږدو کې مرسل الیه کس ته تضمینوي. په EMS خدماتو کې دوه ډوله پُستي توکي ( اسناد او سوداګریزې محمولې) د تحویل، لېږد او وېش وړ دي.

د خپلو مشتریانو موقف او اهمیت ته په کتو، په دا ډول خدماتو کې د دوی د اړتیا مطابق پُستي مزد او کیفیت په داسې اندازه پلان او تنظیم شوی چې زموږ د زرګونه قلمه راجستري او عادي مراسلاتو، EMS توکو او پارسلاتو د ورځني اجرات او ارزونه چې د مشتریانو د رضایت ښکارندوی دی، څرګندوي.

په نړیواله کچه د دا ډول خدماتو د سټنډرډ مطابق، بین المللي EMS ورودي توکي د یوې تر پنځو کاري ورځو په موده کې د هېواد په هر ګوټ کې د مرسل الیه ادرس ته وېشل کېږي. افغان پُست په پام کې لري ترڅو خپل پُستي خدمات په ښه کیفیت او اسانتیاوو سره مشتریانو ته وړاندې کړي.

د منظور شوي توزیعي پروګرام مطابق، افغان شاهین پُست مرسل الیه ته د EMS  توکو د وېش په برخه کې هڅه کوي چې د دوه ورځو په موده کې بیا نور توکي چمتو او په راتلوونکو ورځو کې یې واستوي. که چېرې مرسل الیه شتون ونه لري او دا اقدام بې پایلې پاتې شي، نو په داسې حال کې د مرسل الیه ادرس ته لیکلی پیغام کېښودل کېږي ترڅو له موضوع خبر شي. د دقیق ادرس په نه شتون او یا هم د هېواد د ښاروالی د ماستر پلان مطابق د سړک یا څلور لارو علامه شوې وي، نو EMS ناوېشل شوي توکي د پنځلسو ورځو لپاره د افغان شاهین پُست په سټاک کې ساتل کېږي. د توکو د وېش پر مهال د مرسل الیه لاسلیک او د پېژند کارت نمبر اخیستل کېږي. افغان پُست تل د مشتریانو د اړتیا پوره کولو لپاره د زیاتو عصري خدماتو وړاندې کولو په لټه کې دی.