لیکونه

پُستي کوچنۍ کڅوړې:

پُستی کوچنۍ کڅوړې د سوداګریزو نمونو او اجازه لرونکي سوغاتونو درلودونکې دی چی د ځانګړتیاوو په معلومولو سره پُست ته سپارل کیږي او د کوچنۍ کڅوړی پرمخ پاسني چپ پلو ته د هیواد په یوه پیژندل شوې ژبه د کوچنۍ کڅوړې کلمه په څرګنده بڼه ولیکل شی . او د لیږونکي دې پتې لیکل اړین دي د پُستي کوچنۍ کڅوړه په افغانستان او نورو هیوادونو کې تر دوه کیلو ګرامه منل کیږي.

لیکونه:

ټول لیکل شوي کاغذونه چې د مرسل الیه د مروجې شخصي مراسلې حیثیت درلودونکې وي او شخصي یا رسمي حالاتو څرګندونکی وي په داسې توګه دې وتړل شي چې د کڅوړې دننه محتویات بې له لاس وهنې او د کڅوړې خرابي څرګنده نشي نو د لیک یا مکتوب په توګه ګڼل کیږي.

پستکارت:

پستکارت کاک ته ورته یو کلک کاغذ دی چې پر هغه باندې اجراات ستونزمن نه دي او په دوه ډوله دي چې یو یې عادي او بل یې مصور یا منقوش غیر زیروح، چې د هغو پر مخ په انګلیسي، فرانسوي او یا د کوم بل هېواد په ژبه لیکنه شوې وي. دا موضوع د مصور پُستکارت په برخه کې حتمي نه دي او په خلاص ډول بې له کوم پوښ څخه لېږل کېږي.