د افغان پُست امارتي شرکت او د پاسپورټ لوی ریاست ترمنځ نوی هوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

noor_admin
;

د افغان پُست امارتي شرکت او د پاسپورټ لوی ریاست ترمنځ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې یو نوی هوکړه ‌لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې پاسپورټونه د متقاضیانو کورونو ته لېږدول کېږي. دغه مراسم د افغان پُست امارتي شرکت په مقر کې ترسره شو، چې د دواړو ادارو لوړ پوړو چارواکو پکې ګډون درلود.

د غونډې په پیل کې، الحاج مولوي رحمت‌الله مکي، د افغان پُست امارتي شرکت لوی رئیس، د پاسپورټ لوی ریاست پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یادې ادارې د زحمتونو او هر اړخیزو همکاریو ستاینه یې وکړه. نوموړي د هوکړه ‌لیک د موخو د تحقق پر څرنګوالي هر اړخیزه وینا وکړه او ژمنه یې وکړه، چې افغان پُست امارتي شرکت به دغه مسؤولیت په سم او دقیق ډول ترسره کړي.

ورپسې، الحاج مولوي عبدالکریم حسیب، د پاسپورټ لوی ریاست رئیس، د افغان پُست شرکت له مسوولینو څخه د هغوی د هڅو او لاسته راوړنو مننه وکړه. نوموړي د دې نوې اسانتیا له امله خوښي وښوده، چې متقاضیان به وکولی شي خپل پاسپورټونه په خپل کور کې ترلاسه کړي، او ډاډ یې ورکړ چې د پاسپورټ لوی ریاست به په دې برخه کې د افغان پُست امارتي شرکت سره هر اړخیزې همکارۍ ته دوام ورکړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۴۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌ لیک لاسلیک شو!

دغه هوکړه‌ لیک د دواړو ادارو ترمنځ د خدمتونو د لا اغېزمنتیا، چټکتیا او شفافیـت د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د عامې روغتیا وزارت له ولایتي ریاستونو څخه تر مرکزي . . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۳۴
Background image

یکشنبې ورځ ۱۴۰۴/۰۸/۱۸ نېټه! ننګرهار ولایت کې تر کوره پورې د پاسپورټونو د وېش خدمتونو لړۍ پیل شوه!

افغان پُست امارتي شرکت له ژمنې سره سم د پاسپورټ عمومي ریاست سره د کړې هوکړه لیک له مخې، له کابل، هرات او کندهار وروسته دا ځل په ننګرهار ولایت کې تر کور یا کار ځای پورې د پاسپورټونو د . . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۵:۳۹
Background image

کندهار ولایت کې تر کوره پورې د پاسپورټونو د وېش خدمتونو لړۍ پیل شوه!

افغان پُست امارتي شرکت له ژمنې سره سم د پاسپورټ عمومي ریاست سره د کړې هوکړه لیک له مخې، له کابل او هرات وروسته دا ځل په کندهار ولایت کې تر کور یا کار ځای پورې د پاسپورټونو د وېش لړۍ . . .

Back to announcements