د پُستی کُـډ سیستم

superadmin

پُستی کُـډ معمولاً دحروفو او شمیرې ، یا یواځې له شمیرې څخه چمتو شوی دی چه د پتی په پای کی لیکل کیږی. پُستی کُـډ د پتی دځای دهویت په توګه کارول کیږی. پُستی کُـډ دتوکو په راکړه ورکړه کی دچټکتیا په رامنځته کولو برسیره د پُستی توکو په سمبال او ویشلو پروسه کی دآسانتیاو په رامنځته کولوکی مهم رول لری.


دپُستی کُـډسیستم او دکورنی پتی معیاری لیکل دلمړی ځل لپاره  په 1390 لمریز کال د وری میاشتی په اوله نیټه دافغان پُست اداری له خوا عملاً په کار واچول شو.

پُستي کُـډ دڅلورو شمیری درلودونکی دی چه لومړنۍ دوه شمیری له (10-43) د ولایاتو شودونکی دی، پداسې حال کې چې وروستې دوه شمیری له (01-50) د ښارونو د پُستی توکو رسولو او ویشلو د سیمیزی پُستی خونو اوله (51-99) شمیری پوری دولسوالیو د پُستی توکو رسولو او ویشلو پُستی خونو ښودونکی دی.

د لا زیاتو معلوماتو لپاره دلته  کلیک کیکاږی

 

Postal Code