افغان پُست شرکت د افغانستان بانک او افغانستان د بانکونو له اتحادیې سره درې اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه.
نن افغان پُست شرکت، د افغانستان بانک او افغانستان د بانکونو اتحادیې مشرتابه هیئت، د خپلمنځو اړیکو پیاوړتیا او اوږدمهالې همکارۍ په موخه دري اړخیزه هوکړه لاسلیک کړه. د هوکړې له مخې به، افغان پُست شرکت د خپلو پُست خونو له لارې د نماینده په توګه بانکي خدمتونه وړاندې کوي.
د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس، په افغانستان کې د بانکي خدمتونو ملاتړ یو نېک ګام وباله او په دې برخه کې یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.