د افغان پُست شرکت او عزیزي بانک مشرتابه هییت انلاین ناسته تر سره کړه.
په دغه ناسته کې د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس، د دغه شرکت عملیاتي او تخنیکي مرستیال عبدالهادي ذهین او اداري او تجارتي مرستیال محمد خیبر صدیقي، د عزیزي بانک شرکت له رییس ښاغلي محمد سلیم امید او ورسره پلاوي سره له عامه خدمتونو څخه ګټه اخیستونکو ته، د آنلاین ورکړې اسانتیا برابرولو په تړاو خبري وکړي
په ناسته کې ښاغلي ویس وویل، د ډیجیټلي اقتصاد د ودې په برخه کې، له افغان پُست شرکت څخه د عزیزي بانک ملاتړ به په هېواد کې ډیجیټلي انقلاب ته لاره هواره کړي.
د عزیزي بانک رییس ښاغلي محمد سلیم امید، په هېواد کې د ټکنالوژۍ ودې او عامه خدمتونو ته د اسانه لاسرسي په برخو کې د افغان پُست شرکت طرحه یو تاریخي ګام وباله او په دې برخه کې یې له افغان پُست شرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو د هوکړې پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.