د سروبي ولسوالۍ د پُست خونې له لاري د سلام مخابراتي شبکي د سیم کارټونو د وېش افتتاحیه مراسم!
یاد مراسم د سروبي ولسوالۍ د محترم معاون صاحب، د افغان پُست دولتي شرکت محترمو مسؤلینو، او سلام مخابراتي شبکي محترمو مسؤلینو په حضور کې تر سره شول، د سروبي ولسوالۍ محترم اوسېدونکي له دې وروسته کولای شي چې د افغان پُست دولتي شرکت د سروبي ولسوالۍ د پُست خونې له لارې د سلام مخابراتي شبکې سیم کارټونه لاسته راوړي او همدارنګه د سیم کارټونو اړوند خدمتونو ته لاسرسۍ ولري.