۱۴۰۳ هـ ل کال، جدي میاشتې ۱۷ مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۲
;

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رییس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پېل او د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو په تعقیب د پُستي پتې د وېش، په مرکز او ولایتو کې د پُستي صندوقونو فعالولو او نصبولو په اړه، په مرکزي او ښاري پُست خونو کې د برېښنا ذخیره کولو لپاره د اړینو وسایلو چمتو کول او همدارنګه په ښاري او ولایتي پُست خونو کې د امنیتي کمرو نصب او فعال ساتلو ترڅنګ په یو لړ نورو مهمو ادارې، عملیاتي او سوداګریزو موضوعاتو هر اړخيز بحث ترسره شو.

د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

آغاز سیمینار 21 روزه ارتقای ظرفیت!

این سیمینار بمنظور ارتقای ظرفیت کاری و آموزش های مسلکی کارمندان بخش های بازاریابی، توسعه تـجارت و خـدمات مشتریان راه اندازی گردیده و 21 روز دوام خواهند نمود.

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۶
Background image

تحویلی صرفیه بل برق بطور سریع و مطمئن

خدمات تحویلی صرفیه بل برق تان از طریق پُسته خانه های افغان پُست اجرا میشود!

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۳:۱۳
Background image

نصب نمودن سایه بان برای مسولین امنیتی در چک پاینت های امنیتی از طرف شرکت افغان پُست.

شرکت افغان پُست بمنظور ایجاد سهولت به مسؤلین امنیتي چک پاینت های امنیتی مربوطه وزارت امور داخله در شهر کابل 40 پایه سایه بان تهیه و نصب نمود.

بازگشت به خبر