۱۴۰۳ هـ ل کال، سلواغي / دلوي میاشتې لومړی نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:
یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رییس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پېل او د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو په تعقیب په یو لړ نورو مهمو اداري، عملیاتي، سوداګریزو او تخنیکي موضوعاتو هر اړخيز بحث ترسره شو.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي.