په ټرانزیټي باروړنکو نقلیه وسایطو کې د ځیرکو قلفونو یا جي پي اېس لاکر پروژه په رسمي ډول پرانېستل شوه:

noor_admin
GPS

په ټرانزیټي باروړنکو نقلیه وسايطو کې د ځیرکو قلفونو یا جي پي اېس لاکر پروژه،  چې د ټرانزیټي وسایطو د امنیت، څارنې او مدیریت په موخه طرحه شوې، د مالیې، ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارتونو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغان پُست امارتي شرکت په تخنیکي همکارۍ په رسمي ډول پرانېستل شوه. د یادې پرژوې د پرانېستې په مراسمو کې د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د ټرانسپـورټ او هوايي چلند وزارت، مالیې وزارت، افغان پُست امارتي شرکت او ګڼو نورو امارتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو. د غونډې ویناوالو، افغانسـتان د خپل ستراتیـژیک جغرافیايي موقعیت له امله د سیمې د اتصال او سوداګرۍ مهم پُل وباله او د ټرانزیټي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د عصري ټکنالوژۍ پر کارولو یې ټینګار وکړ. ویناوالو زیاته کړه، چې د ځیرکو قلفونو سیستم د جي ‌پي ‌اېس ټکنالوژۍ له لارې د باروړونکو وسایطو موقعیت، مسیر او حرکت څاري او د ټاکلي مسیر څخه د انحراف او غیر ضروري تم کېدو په صورت کې د لازم اقدام زمینه برابروي. د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ټرانزیټي مالونو د لېږد بهیر لا خوندي، منظم، د ټرانزیټ چارې لا شفافې، د اړوندو ادارو د څارنې او مدیریت وړتیا به پیاوړې شي. مسؤلینو د ځیرکو قلفونو پروژه د افغانسـتان د ټرانزیټي سیستم د معیاري کولو او د سوداګریزو مالونو د خوندي لېږد په برخه کې مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمه‌ ییز اتصال او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان رول لا پیاوړی شي.

Latest announcements

Tue, Nov 22 2022 1:43 PM
Background image

Awareness

Dear customer! Afghan Post State Company has restarted the process of selling postage stamps, now you can get the postage stamps you need from the head office of Afghan Post State . . .

Back to announcements