په ټرانزیټي باروړنکو نقلیه وسایطو کې د ځیرکو قلفونو یا جي پي اېس لاکر پروژه په رسمي ډول پرانېستل شوه:
په ټرانزیټي باروړنکو نقلیه وسايطو کې د ځیرکو قلفونو یا جي پي اېس لاکر پروژه، چې د ټرانزیټي وسایطو د امنیت، څارنې او مدیریت په موخه طرحه شوې، د مالیې، ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارتونو او د امارتي شرکتونو لوی ریاست اړوند د افغان پُست امارتي شرکت په تخنیکي همکارۍ په رسمي ډول پرانېستل شوه. د یادې پرژوې د پرانېستې په مراسمو کې د چارو د ادارې لوی رئیس شیخ نورالحق انور، د کور او ښار جوړولو وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني، د امارتي شرکتونو لوی رئیس مولوي احمد جان بلال، د ټرانسپـورټ او هوايي چلند وزارت، مالیې وزارت، افغان پُست امارتي شرکت او ګڼو نورو امارتي ادارو مسؤلینو ګډون کړی وو. د غونډې ویناوالو، افغانسـتان د خپل ستراتیـژیک جغرافیايي موقعیت له امله د سیمې د اتصال او سوداګرۍ مهم پُل وباله او د ټرانزیټي ظرفیتونو د پیاوړتیا لپاره د عصري ټکنالوژۍ پر کارولو یې ټینګار وکړ. ویناوالو زیاته کړه، چې د ځیرکو قلفونو سیستم د جي پي اېس ټکنالوژۍ له لارې د باروړونکو وسایطو موقعیت، مسیر او حرکت څاري او د ټاکلي مسیر څخه د انحراف او غیر ضروري تم کېدو په صورت کې د لازم اقدام زمینه برابروي. د مسؤلینو په وینا، د دې پروژې په پلي کېدو سره به د ټرانزیټي مالونو د لېږد بهیر لا خوندي، منظم، د ټرانزیټ چارې لا شفافې، د اړوندو ادارو د څارنې او مدیریت وړتیا به پیاوړې شي. مسؤلینو د ځیرکو قلفونو پروژه د افغانسـتان د ټرانزیټي سیستم د معیاري کولو او د سوداګریزو مالونو د خوندي لېږد په برخه کې مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به د سیمه ییز اتصال او سوداګرۍ په برخه کې د افغانستان رول لا پیاوړی شي.
