د پُستي توکو لېږد، د چټکتیا په موخه له فیډیکس (FedEx-TNT) شرکت سره د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس د همکاریو ودې په موخه، د افغانستان له پاره د فیډیکس شرکت له رییس ښاغلي احمد رفیق احمدیار سره وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو له هېواد څخه بهر، د پُستي کڅوړو او کارګو لېږد په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر وده او پراختیا ټینګار وکړ.
په ناسته کې ښاغلي ویس وویل، افغان پُست شرکت د هېواد اقتصادي ودې په پار، له هېواد څخه بهر د پُستي توکو او کارګو لېږد په برخو کې د ورسپارل شوي مسوولیت له مخې، د چټک لېږد په برخه کې د فډیکس ملاتړ ته اړتیا لري.
په دغه کتنه کې ښاغلي احمدیار وویل، (ټي ان ټي او فیډیکس) د کاري مخېینې پر اساس، د نړۍ په کچه د پُستي کڅوړو او کارګو لېږد په برخه کې د وخت او ځای له محدودیت پرته انتقالات لري.
د ناستې په پای کې، دواړو لوریو د پُستي توکو لېږد په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړې د لاسلیک تر څنګ، په نیږدې راتلونکې کې د کارګو لېږد په برخه کې هم د یوې هوکړې پر لاسلیکولو ټینګار وکړ.