د افغان پُست شرکت لوی رییس او مشرتابه هییت، د ګمرکونو د سیسټمونو له رییس سره وکتل!

haroon.abadi
Sun, Jun 20 2021 3:08 PM
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس، ښاغلي احمد وحید ویس او د دغه شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، د CDS سیسټم د معرفي او ورپېژندنې په موخه، د مالیې وزارت ګمرکاتو معینیت، د ګمرکي سیسټمونو له رییس، ښاغلي مجیب الرحمن او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، په دولتي ادارو کې د نړیوالو معیارونو پلې کولو په تړاو، د ډیجیټلي سیسټمونو پر ارزښت او له امله یې د رامنځته کېدونکو اسانتیاوو او خوندیتوب په تړاو خبرې وکړې.

په ناسته کې ښاغلي ذهین، د (CDS) یا ګمرکي محصولاتو له سیسټم څخه د ګټې اخیستنې د تګلارې او ارزښتونو په تړاو معلومات وړاندې کړل.

ښاغلي مجیب الرحمن، د افغان پُست شرکت وروستی چټک پرمختګ بې مخېینې وباله او د پُست ګمرکي محصولاتو د تر لاسه کولو په برخه کې یې دغه سیسیټم اغېزناک و ارزاوه .

د کتنې په پای کې، د ګمرکي محصولاتو د سیسټم په تړاو له پریزنټېشن وړاندي کولو وروسته، دواړو لوریو په مرکزي پُست خونه کې د ګمرکي محصولاتو له سیسټم څخه لیدنه وکړه.

Latest news

Mon, Oct 09 2023 4:40 PM
Background image

World Post Day

9 October Happy World Post Day

Thu, Sep 03 2020 12:16 PM
Background image

The meeting of Ahmad Vahid Vais, the Afghan general head of the post with the boss. General of the National Office of Statistics and Information

Mr. Ahmad Vahid Vais, the general head of Afghan Post company met with Mr. Javid Rasooli, the general head of the National Statistics and Information Department, and Bahadur Hilali. . .

Thu, Sep 03 2020 8:53 AM
Background image

Ahmad Vahid Weiss, the general head of Afghan Post company, met with Pamir Patang, the head of the Afghan National Fund.

In this meeting, Mr. Patang also visited and appreciated the recent progress in Afghan Post services, explained about the relief for the flooding of the country by the National Fund.

I. . .

BACK TO NEWS