د افغان پوسټ دولتی شرکت درهبرۍ اداری غونډه تر سره کړه.
د افغان پوسټ دولتی شرکت د لوی رئیس مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ، معاونینو او رئیسانو په ګډون د کارونو د چټکتیا په موخه د ادارې پلاوي ناسته تر سره شوه.
په ياده ناسته کې د افغان پوسټ شرکت په لاسته راوړنو، د شته ستونزو په حل لارو، راتلونکو پلانونو، او خدمتونو د پراخولو په اړه هر اړخیز بحث وشو، او د بخشونو رئیسانو ته اړينې سپارښتنې او لارښونې وشوې تر څو په راتلونکې کې هېوادوالو ته د شته خدمتونو تر څنګ نور خدمتونه هم چمتو کړئ.