د افغان پُست دولتي شرکت مشرتابه هیئت اداري ناسته تر سره کړه!
د دو شنبې ورځ 1401/05/10 نېټه د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلی مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ اداري ناسته تر سره شوه، په یاده ناسته کې د پُستی خدمتونو په پیاوړتیا، شته ستونزو، او وروستیولاسته راوړنو بحث او خبرې اترې تر سره شوي، او په پای کې د یاد شرکت د لوی رئیس له خوا د اړوندو څانګو مسئولینو ته اړینې لارښوونې او سپارښتنې وشوي.