د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته:

دغه ناسته د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ، د شرکت د مرستیالانو، اړوندو څانګو رئیسانو او آمرینو تر منځ تر سره شوه.
په یاده ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو موضوعاتو لکه د عملیاتي او هماهنګی ریاست لپاره د جوړ شوې طرزالعمل د تطبیق په څرنګوالي، د افغان پُست د اړتیا وړ پُستي تجهیزاتو او وسایطو تثبیت او تشخېصولو، د پلان او نظارت ریاست لپاره د هیئت له لوري د یوي جامع کړنلارې جوړولو، د حساب پې سیستم له لارې د بهرنیو چارو، لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو د خدمتونو د تعرفو پروسس کولو او د بانکي کمېشن د مقدار د معلومولو پر موضوعاتو هر اړخېز بحث تر سره شو او په اړه یې اړېن تصامېم و نېول شول.
د ناستې په پای کې ښاغلی مکی مسئولینو ته په چارو کې د بریالېتوبونو هېله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه يې اړېنې سپارښتنې او لارښوونې وړاندې کړي.