د تــــلې (میزان) میاشتې 18 مه نېټه، کابل کې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت، مالیې وزارت، او افغان پُست امارتي شرکت تر منځ پر ټرانزیټي باروړونکو وسایطو کې د ځیرک قفل (GPS Locker) نصبولو تړون لاسلیک شو.

noor_admin
;

دغه تړون په لومړي ځل د یادو ادارو تر منځ د سوداګریزو توکو د خوندې انتقال په موخه لاسلیک شو، چې د ځیرک قفل (GPS Locker) لګولو سره د سوداګریزو توکو خوندیتوب، لګښتونو د کمېدو او ترانزیټ د ودې ‏لامل ګرځي، دا سیستم سوداګرو سره مرسته کوي چې د خپلو سوداګریزو ‏توکو د دقیق موقعیت په اړه معلومات ترلاسه او دغه راز له ټاکل شوي مسیر څخه د نقلیه ‏وسیلې د انحراف په صورت کې د هغې نوی موقعیت په ډاګه کړي.‏

‏ په ورته مهال افغان پُست امارتي شرکت د هېواد په کچه د نوي شپږ شمېریز پُستي کوډ او پُستي ‏پتې د پراختیا ملي برنامه پرانېسته چې د نړیوالې پُستي اتحادیې لخوا تائید شوی او له دې وروسته به په ‏ملي او نړیوالو پُستي خدمتونو کې له دغو کوډونو څخه استفاده ترسره شي.

Latest announcements

Tue, Nov 22 2022 1:43 PM
Background image

Awareness

Dear customer! Afghan Post State Company has restarted the process of selling postage stamps, now you can get the postage stamps you need from the head office of Afghan Post State . . .

Back to announcements