د افغانستان د پراختیایي مطالعاتو مرکز له رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه.
د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس نن په خپل کار ځای کې، د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د افغانستان پراختیایي مطالعاتو مرکز له رییس، ډاکټر فردین هاشمي سره وکتل.
په دغه ناسته کې ښاغلي ویس د افغان پُست شرکت پر تېرو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي د افغان پُست له لاسته راوړنو د ستاینې تر څنګ، د دغه شرکت د پراختیا په موخه له راتلونکو پلانونو څخه د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.