د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصادي عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په ګلخانې ماڼۍ کې جوړه شوه.

haroon.abadi
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۳۰ - ۹:۲۵
.

د اقتصادي عالي شورا غونډې ته د افغان پُست دولتي شرکت رئیس ښاغلي احمد وحید ویس د دغه شرکت د عصري کولو او دیجیټلي تحول په اړه، معلومات وړاندې کړل.

هغه وویل، د افغان پُست شرکت په ټول هیواد کې د (۴۶۳) نمایندګیو په لرلو سره قادر دی چې دبرېښنایي سوداګرۍ د شمولیت لپاره د دولت له پالیسیو ملاتړ وکړي. همداراز یاد شرکت د کوچنیو او متوسطو تشبثاتو (MSMEs) د شمولیت ملاتړ کړی او دوی ته دا وړتیا وربښي چې خپل توکي په انلاین بڼه خرڅ یا هم صادر کړي.

جمهوررئیس د غونډې د غړو د نظریاتو له اورېدو وروسته وویل، اوس ټول پاسپورټونه او برېښنایي تذکرې د پُست له لارې وېشل کېږي او همداراز د کوچنیو بستو صادراتو له پست څخه په استفادې تغییر موندلی او دغه بهیر چټک شوی دی.

وروسته په ښه توګه او ټاکل شوې موده کې د انکشافي برنامو د تطبیق په برخه کې د اړوندو ادارو د هراړخیزې همکارۍ پربنسټ او د افغان پُست دولتي شرکت د انکشافي برنامو د تطبیق لپاره د پالیسیو په سطحه د ذیدخلو ادارو او د دولت د ملاتړ په اړه د افغان پُست شرکت وړاندیزونه غونډې تایید کړل.

په همدې ډول، د افغان پُست شرکت د انکشافي برنامو لپاره د ځمکې تشخیص هم په پرنسیب کې تایید او افغان پُست شرکت ته لارښوونه وشوه چې د مالیې وزارت په همکارۍ دې د هدیو د استولو لپاره مشخصه لایحه ترتیب کړي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۲۰
Background image

به منظور ارتقای ظرفیت کاری، سیمینار دو روزه برای کارکنان ۱۵ ولایت آغاز شد.

شرکت امارتی افغان پُست در ادامه سیمینار های خود، این بار برای کارکنان ۱۵ ولایت در بخش های بازاریابی، خدمات مشتریان و کارگو بین المللی سیمینار دو روزه را آغاز نمود.

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۸ - ۹:۱۳
Background image

آغاز سیمینار 21 روزه ارتقای ظرفیت!

این سیمینار بمنظور ارتقای ظرفیت کاری و آموزش های مسلکی کارمندان بخش های بازاریابی، توسعه تـجارت و خـدمات مشتریان راه اندازی گردیده و 21 روز دوام خواهند نمود.

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۹:۴۶
Background image

تحویلی صرفیه بل برق بطور سریع و مطمئن

خدمات تحویلی صرفیه بل برق تان از طریق پُسته خانه های افغان پُست اجرا میشود!

بازگشت به خبر