د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته د دغه شرکت د لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ تر سره شوه!
پدغه ناسته کې د افغان پُست دولتي شرکت د ولایتي دفترونو د انترنټي ستونزو په حل لارو، د ریاستونو د عایداتی سرچېنو او خدمتونو په طرحه، د ښاري پُست خونو د معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند وسایلو او تجهیزاتو په اړه او یو لړ نورو مهمو مسایلو هر اړخېز بحث تر سره شو او د یادو مواردو په اړه اړېن تصامیم و نېول شول.
د ناستې په پای کې ښاغلی مکی مسئولینو ته په چارو کې د بریالېتوبونو هېله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه يې اړېني سپارښتني او لارښووني وړاندې کړي.