د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته د دغه شرکت د لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ تر سره شوه چې د ریاست مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر آمرینو په کې ګډون کړی وو.
پدغه ناسته کې د تېري ادارې ناستي تر ارزونې وروسته د شرکت په یو لړ مهمو مسائلو لکه د ولایتي پُست خونو د کارې بهېر د ارزونې او څیړني په پار د رسمي سفر برابرولو، د شرکت د رئیسانو او کارمندانو د فعالیتونو د ارزوني لپاره د وخت ټاکلو او ځېنو نورو مهمو اداري، تخنیکي، عملیاتی او تجارتي مسائلو هر اړخېز بحث تر سره شو او په اړه یې اړېن تصامیم اتخاذ شول.
د ناستې په پای کې ښاغلی مکی مسئولینو ته په چارو کې د بریالېتوبونو هېله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه يې اړېني سپارښتني او لارښووني وړاندې کړي.