د افغان پُست امارتي شرکت او د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه‌ لیک لاسلیک شو!

noor_admin
;

دغه هوکړه‌ لیک د دواړو ادارو ترمنځ د خدمتونو د لا اغېزمنتیا، چټکتیا او شفافیـت د رامنځته کولو په موخه لاسلیک شوی، چې له مخې به یې د عامې روغتیا وزارت له ولایتي ریاستونو څخه تر مرکزي لابراتوار پورې د غذايي موادو، درملو او نورو روغتیايي محصولاتو د نمونو (سَمپلونو) خوندي، دقیـق او باوري انتقال یقیني کړي. افغان پُست به د خپلې پراخې پُستي شبکې له لارې یادې نمونې د اړوندو معیارونو په نظر کې نیولو سره انتقالوي، څو د عامې روغتیا وزارت لابراتوارونو ته د رسېدونکو سَمپلونو خوندیتوب، تمامیـت او تخنیکي اعتبار په بشپړ ډول وساتل شي. مسوولین وايي چې دا نوښت به د کیفیت د څارنې بهیر چټک، شفاف او مؤثر کړي، او د هېواد د روغتیايي خدمتونو په ښه‌ والي کې به مهم رول ولوبوي.

Latest announcements

Tue, Nov 22 2022 1:43 PM
Background image

Awareness

Dear customer! Afghan Post State Company has restarted the process of selling postage stamps, now you can get the postage stamps you need from the head office of Afghan Post State . . .

Back to announcements