احمد وحید ویس د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سلیمان بن شاه سره وکتل!

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۸:۵۶
.

د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دغه شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، اداري او تجارتي مرستیال ښاغلي محمد خیبر صدیقي، د افغان پوسټ شرکت د عامه خدمتونو انلاین پورټال او ګارګو خدمتونو په تړاو د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین ښاغلي محمدسلیمان بن شاه او ورسره پلاوي سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پوسټ شرکت له وروستیو پرمختګونو او تر لاس لاندې چارو سربېره، په آنلاین بڼه د عامه خدمتونو وړاندې کولو پر ارزښت او څرنګوالې خبري وکړې.

په ناسته کې ښاغلي ذهین، د عامه خدمتونو انلاین سیسټم له لارې، د هېواد په کچه شاوخوا ۱۵۰ عامه خدمتونو انلاین وړاندې کولو پر اړتیا سربېره، د ډیجیټلي اقتصاد د ودې په موخه د دغه سیسټم پر ونډه او تخنیکي اړخونو بحث وکړ.

ښاغلي شا، له آنلاین لارې د غوره او رڼو چوپړونو وړاندې کولو په برخه کې، د افغان پوسټ شرکت هڅې او لاسته راوړنې بې مخېینې وبللې او د دغه وزارت اړوندو عامه خدمتونو په برخه کې یې د افغان پوسټ شرکت د هر اړخیز ملاتړ ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۰ - ۱۰:۱۸
Background image

د عامه خدمتونو وړاندې کونکو وزارتونو او ادارو تر منځ، د همغږۍ دوهمه ناسته تر سره شوه!

د محترم ولسمشر د هدایت پر اساس، د چارو ادارې په مشرۍ دغه غونډه، چې لومړۍ هغه یې په چارو اداره کې تر سره شوه، دوهمه ناسته نن سه شنبه، د روان لمریز کال د زمري میاشتې په نولسمه نېټه د. . .

شنبه ۱۴۰۰/۵/۱۶ - ۸:۳۶
Background image

احمد وحید ویس د ولسي جرګې د بودیجې کمیسیون له مالي او اداري مرستیال سره وکتل!

د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د ولسي جرګې د بودیجې کمیسیون له مالي او اداري مرستیال ښاغلي جاوید صافی سره وکتل.

په دغه کتنه کې. . .

دوشنبه ۱۴۰۰/۵/۴ - ۸:۵۶
Background image

احمد وحید ویس د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د صنعت او سوداګرۍ وزارت له معین سلیمان بن شاه سره وکتل!

د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دغه شرکت تخنیکي او عملیاتي مرستیال ښاغلي عبدالهادي ذهین، اداري او تجارتي مرستیال ښاغلي محمد خیبر صدیقي، د افغان پوسټ شرکت د عامه. . .

بیرته تګ