۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو په تعقیب د پُستي ټکټونو د پلور په برخه کې آسانتیا رامنځته کول او په یو لړ نورو مهمو اداري، عملیاتي او سوداګریزو موضوعاتو هر اړخيز بحث ترسره شو.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي.