احمد وحید ویس د غازي ميربچه خان دولتي مډال او لومړۍ درجه تقدیرنامې تر لاسه کړې

haseeb_admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۸:۴۱
اهدای جایزه خلاقیت

د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمنې او د اداري اصلاحاتو او ملي خدماتو د مستثل کمېسيون د مشرتابه له خوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دوه لوړ پوړه کارکوونکو په شمول د ملکي خدماتو لس تنه خلاق او غوره کارکوونکي د جوایز، ستاينلیکونو او مډالونو په ورکولو سره وستایل شول. 
دغه جايزې چې د ښاريانو، مدني بنسټونو او ټولنيزو سازمانونو له خوا د غوره خدماتو د عرضې او د فساد سره د مبارزې په برخه کې ټاکل شوې وې، د ارزونې د کمېټې او داورانو د اروزونې وروسته د ميربچه خان دولتي مډال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پُسټ رئیس احمد وحيد ویس او لومړۍ درجه ستاینلیک د لغمان ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس همايون شمس ته ورکول شو. 
جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني ګټونکو ته په خطاب کې وویل چې تاسو نن ثابته کړه چې ددې هېواد مالکان ياست، تاسو د مخابراتو په سطح د روښنايي راوړونکي ياست او ستاسو نوښتونو د پر خلکو اغېزه کړې. تاسو د مردم سالارۍ بنيادونه ټينګوئ. له دې وروسته به هر کال ستاسو په شان د د نوښتګرو ځوانانو ستاينه کېږي. 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱ - ۹:۲۳
Background image

د کب (حوت) میاشتي 28مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱۲ - ۱۱:۱۹
Background image

د کب (حوت) میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په یو. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۱:۴۰
Background image

د 1402 هـ ش کال، کب (حوت) میاشتي 5 مه نېټه، کابل:

د یوولس ولایتي پُست خونو آمرینو او عمومي مدیرانو د کارې ظرفیت لوړونې په موخه د افغان پُست په مرکزي دفتر کې د پنځه ورځني ورکشاپ دویم پړاو پیل شو!

د یاد ورکشاپ ګډون والو ته به په مختلفو. . .

بیرته تګ