افغان پست نوې لوګو

afghanpostadmin
چهارشنبه ۱۳۹۷/۸/۲۳ - ۱۲:۱۷
post

مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د افغان پُسټ ادارې د عصري سازۍ او ددغه رياست د نوې لوګو او برنډنګ د پرانېستې مراسمو کې برخه واخیسته.

محترم آريوبي وویل، د افغان پُست ادارې د پُستي خدمتونو عصري کولو پروژې د پېل سره سم مو وغوښتل چی د افغان پُست په لوګو او برنډ کی بدلون راولو، تر څو ددغې ادارې د ماموریت او موخو ښکارندوی وي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر په خبره، ددغه ادارې اعلانونو ته يې یو ځانګړی رنګ وټاکه چی د پُست د منل شویو معیارونو سره سم دی، ترڅو هېوادوالو سره د دغه ادارې په پیژندلو کې مرسته وکړي او د پیریدونکو د توجه وړ وګرځی.

 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
Background image

له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ