افغان پُست شرکت هېوادوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه بېلابېل هوکړه لیکونه لاسلیک کړل!

noor_admin
;

افغان پُست امـارتي شرکت د بهرنیو چارو وزارت، پوهنې وزارت او احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

چهار شبنه ۱۸ محرم الحرام ۱۴۴۶

د افغان پُست امــارتي شرکت له لورې هېوادوالو ته د آسانتیاوو برابرولو په موخه د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماتیکو بستو د لېږد هوکړه لیک، د پوهنې وزارت د کابل ښار د پوهنې ریاست د زده کونکو او فارغینو د اسنادو د ترلاسه کولو، لېږد او وېش پروسه کې اسانتیا هوکړه لیک او د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره له کابل څخه ولایتونو ته د الکترونیکي پیژند پاڼو د لېږد هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

په یاده غونډه کې د امـارتي شرکتونو د رهبرۍ پلاوي تر څنګ د کابینې غړو او د بېلا بېلو وزارتونو معینانو او رئیسانو ګډون کړی وو، چې د غونډې ویناوالو د افغان پُست امارتي شرکت کړنې وستایلي او په راتلونکې کې په چارو کې ورته د لا پرمختګ هېله وښودله.

او همدارنګه دغونډې ګډنوالو د افغان پُست امـ.ارتي شرکت له موزیم او مرکزي پُست خونې څخه هم لیدنه ترسره کړه .

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۸ - ۱۶:۳۸
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د پاسپورټ لوی ریاست ترمنځ نوی هوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د افغان پُست امارتي شرکت او د پاسپورټ لوی ریاست ترمنځ د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې یو نوی هوکړه ‌لیک لاسلیک شو، چې له مخې به یې پاسپورټونه د متقاضیانو کورونو ته لېږدول کېږي. دغه مراسم . . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۹:۸
Background image

خبرتیا!

په بهر کې د بهرنیو چارو محترم وزارت آړوند د قونسلیو او استازولیو لخوا صادرشوي اسناد او د عدم مسولیت  جرمي فورمو طی مراحل د افغان پُست امارتی شرکت له طریقه.

شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۲ - ۱۱:۳۸
Background image

خبرتیا!

د افغان پُست د مرکزي پُست خونې د مراجعینو د پام وړ!

Back to announcements