د افغان پُست پالیسي

 پُستي لېږدونې د خپلې محتوا، ماهیت او وزن له پلوه په بېلابېلو برخو وېشل کېږي، چې عبارت دي له: مکتبونو، پُستکارت، د (LC) په نوم د دو کیلو ګرامه په اندازه وړو کڅوړو و مطبوع  تر دوه کیلو ګرام تعین او تر پنځه کیلو ګرامه استثنا دي. او تر اوو کیلو ګرامه د ړندو کسانو توکي د (AO) او تر دېرش کیلو ګرامه توکي د (CP) په نوم یادېږي. هغه توکي چې لېږد یې ډېر اړین وي، د هوا له لارې انتقالېږي، همدارنګه هغه توکي چې لېږد یې ډېر اړین نه وي د ځمکې او یا هم د هوا له لارې انتقالېږي د (S. A. L) په نوم یادېږي (LC) او (AO) لېږدیز توکي په دوه ډوله تحویلېږي

1. په عادي ډول

 2. او په ثبتي ډول

عادي لېږدیز توکي: دا ډول توکي د لېږونکي کس په وسیله پُست ته په عادي ډول سپارل کېږي، چې د پُست اداره د ټاکلو پیسو په تر لاسه کولو سره یې په عادي توګه وړي راوړي.

 ثبتي لېږدیز توکي: دا ډول توکي د لېږونکي کس په سپارښتنې او د ټاکلو پیسو په ورکړې سره ثبت او پُست ته تحویل او د سند غوښتنه کوي، چې د پُست اداره هغه په ثبتي کتاب کې راجستر او لېږونکي کس ته راجستري سند ورکوي، چې پُستي اداره د دا ډول توکو په وړاندې ځواب ویونکې وي. همدارنګه هر پُستي اداره کولای شي فضایي او ضروري لېږدیز توکي چې یوه صفحه قات شوې مناسب کاغذ درلودونکي او ټولې خواوې یې سریښ شوې وي له خلکو تحویل کړي. دا رنګه توکي د ایروګرام په نوم یادېږي.