د افغان بیسیم شرکت له تجارتي رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۰:۲۱
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د افغان بیسیم شرکت له تجارتي رییس ښاغلی بالاجی شرینواس او ورسره پلاوې سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت اوږدمهاله پلانونو او وروستیو پرمختګونو ته د اشارې تر څنګ زیاته کړه، د افغان پُست شرکت د ګټو پر اساس له بیات ګروپ او په ځانګړې توګه افغان بیسیم شرکت سره د هر اړخیزې همکارۍ له پاره چمتو دی.

د ښاغلي ویس په وینا، د هېواد په کچه ټولو ولایتونو او ولسوالیو پُست خونو کې د افغان بیسیم څانګو ته د مناسب ځای ورکولو تر څنګ د کارګو او بیات ګروپ سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخو کې مرسته کولای شي.

ښاغلي ویس همدا راز زیاته کړه، پلان لري د افغان پُست خدمتونو پراختیا په موخه د لویو ښارونو په ګڼ مېشته سیمو کې خپل خدمتونه، سیاحتي مرکزونو او سوپر مارکیټونو ته هم پراخ کړي او له افغان بیسیم شرکت څخه یې هم د مناسب ځای ورکړې په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په دغه ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتی شرکت تجارتي رییس، د افغان پُست له هر اړخیزو پلانونو څخه د ستاینې تر څنګ زیاته کړه، چې بیات ګروپ او په ځانګړې ډول افغان بیسیم شرکت لېوالتیا لري د یوه تړون پر اساس د دوه اړخیزو همکاریو له پاره بستر پرانیزي.

د نوموړي په وینا بیات ګروپ او په ځانګړي ډول افغان بیسیم شرکت د هېواد په کچه ټکنالوژۍ پراختیا په برخه کې مخکښ بنسټ دی او کولای شي له افغان پُست شرکت سره، د هېواد په کچه پُست خونو ته د فایبر له لاې چټک انټرنیټ ته د لاسرسي، لري پرتو سیمو کې د پُستي خدمتونو ډيجټلي کېدو، موبایل مني او د افغان بیسیم مرکزونو کې د پُستي خدمتونو وړاندې کولو زمینې برابرې کړي.

دواړو لوریو په نیږدې راتلونکې کې، د اوږدمهاله همکاریو په موخه د دوه اړخیز تړون پر لاسلیکولو هوکړه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، حوت میاشتې ۲۰ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته دوه ورځنی سیمینار پیل شو!

افغان پُست امارتي شرکت د سیمینارونو په لړ کې دا ځل د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته د بازار موندنې، پېریدونکو خدماتو او د نړیوالو کارګو خدمتونو په برخه کې دوه ورځنی سیمینار پیل کړ.

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۸:۴۷
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، دلوې میاشتې ۲۹ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ