د افغان پوسټ شرکت او بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست تر منځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه!

haroon.abadi
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۴ - ۱۰:۱۴
z

دغه هوکړه چې پر اساس یې، د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تصدیقېدونکو اسنادو، د انتقال او وېشلو مسوولیت افغان پوسټ شرکت په غاړه لري، د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي انجینر حامد ناصري او بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو رییس ښاغلي محمد شفیق خطیب له خوا لاسلیک شوه.

د دغې هوکړې له مخې ټول هېوادوال کولای شي، د بهرنیو چارو وزارت له خوا د تصدیق په موخه خپل رسمي سندونه له کوم سرخوږي او بې ځایه لګښتونو پرته، په پوره روڼتیا، تر ټولو نېږدې پوسټ خونې ته وسپاري او له تصدیقېدو وروسته یې بېرته له هماغې پوسټ خونې تر لاسه کړي!

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۱/۲/۷ - ۸:۲۸
Background image

د افغان پُست دولتي شرکت او اتصالات مخابراتي شرکت تر منځ د دوه اړخېزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

د دغه هوکړه لیک په اساس به هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې د افغان پُست دولتي شرکت د پُست خونو له لارې د اتصالات مخابراتي شرکت سیمکارټونو او خدماتو ته لاس رسی ولري!

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱/۲۵ - ۸:۳۱
Background image

د افغان پُست دولتي شرکت مشرتابه اداري ناسته تر سره کړه!

د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلی مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ اداري ناسته تر سره شوه، په یاده ناسته کې د پُستي خدمتونو په پیاوړتیا، شته ستونزو، او وروستیولاسته راوړنو بحث او خبرې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱/۱۰ - ۸:۲۳
Background image

د درې ورځنې ښوونیز او معلوماتي سیمینار پای!

یاد سیمینار چې د پُست د ولایتي مدیرانو د ظرفیت د لوړوالي په پار د افغان پُست دولتي شرکت په مرکزې دفتر کې په لار اچول شوی وو نن د سه شنبه په ورځ د 1401/01/09 نېټې د یاد شرکت د ښاغلو. . .

بیرته تګ