د افغان پُست او افغان مېرمنو د سوداګرۍ اوصنایعو خونې تر منځ د همکاریو هوکړه لاسلیک شوه.

haroon.abadi
شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۷ - ۹:۵
post

نن پنجشنبه د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس د افغان مېرمنو د سوداګرۍ اوصنایعو خونې له رییسې اغلې افسانه رحیمی سره د کتنې په ترڅ کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لاسلیک کړه.

د دغې هوکړې پر اساس به، افغان پُست شرکت، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه په ملي اونړیواله کچه له افغان سوداګرو سره د کوچنیو کڅوړو او سوداګریزو سمپلونو د لېږد را لېږد په برخو کې مرسته کوي.

په پای کې ښاغلي ویس تازه هوکړه، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په برخه کې اغېزمن ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د پُستي لېږد را لېږد په برخه کې د ملي سوداګرو هر اړخیز ملاتړ ته چمتو دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، حوت میاشتې ۲۰ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۳:۱۷
Background image

د کاري ظرفیت لوړونې په موخه، د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته دوه ورځنی سیمینار پیل شو!

افغان پُست امارتي شرکت د سیمینارونو په لړ کې دا ځل د ۱۵ ولایتونو کارکوونکو ته د بازار موندنې، پېریدونکو خدماتو او د نړیوالو کارګو خدمتونو په برخه کې دوه ورځنی سیمینار پیل کړ.

شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۴ - ۸:۴۷
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، دلوې میاشتې ۲۹ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ