د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته تر سره شوه:

haroon_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۲/۱۸ - ۱۴:۳۶
,

دغه ناسته د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

پدغه ناسته کې د تېري ادراي ناستي تر ارزیابی وروسته د شرکت په یو لړ مهمو مسائلو لکه د معلوماتي ټکنالوژی د تجهیزاتو د تحویلی څانګي جلاوالی، د انټرنیټ په خدماتو کې د محدودیت وضع کولو، د 1402 کال لپاره د تدارکاتي پلان جوړولو، د اړتیا وړ توکو توحیدی راپور جوړولو او بشري سرچینو ریاست ستونزو په اړه هر اړخېز بحث وشو او په اړه یې اړينې پریکړي وشوي.

د ناستې په پای کې ښاغلی مکی مسئولینو ته په چارو کې د بریالېتوبونو هېله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه يې اړېني سپارښتني او لارښووني وړاندې کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۳/۱۲ - ۱۰:۵۶
Background image

د تیر کال ثور میاشتې په پرتله په عوایدو کې ٪۷۹ لوړوالی.

د افغان پُست شرکت د ثور میاشتي په عوایدو کې د تېر کال په پرتله ٪۷۹ زیاتوالی راغلی دی.

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۳:۲۳
Background image

د 1403 هـ ل کال، جوزا میاشتي 7 مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه.

په یاده ناسته کې د شرکت په. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۷ - ۲۳:۲
Background image

د افغان پُست شرکت لخوا په امنیتی چک پاینټونو کې د امنیتی مسولینو لپاره سایه بانونه نصب شول

افغان پُست شرکت په کابل ښار کې د کورنیو چارو وزارت د اړوندو چک پاینټونو امنیتي مسؤلینو ته د اسانتیا برابرولو په موخه 40 پایې سایه بانونه جوړ او نصب کړل.

بیرته تګ