د افغان پُست دولتي شرکت او لوړو زده کړو محترم وزارت تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو!

haroon_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۳/۱۰ - ۸:۲۳
,

دغه هوکړه لیک نن د سه شنبه په ورځ د روان کال غبرګولی (جوزا) میاشتې په 9 مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت د غونډو په تالار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت محترم وزیر صاحب، الحاج مولوی نجیب الله حقانی، د لوړو زده کړو وزارت محترم وزیر شیخ الحدیث مولوی ندا محمد ندیم، د لوړو زده کړو وزارت مالی او اداری معاون محترم حافظ محمد حامد حسیب د کابل پوهنتون محترم رئیس، د اریانا افغان هوائی شرکت لوی رئیس او یو شمېر نورو دولتي ادارو معاون صاحبانو رئیسانو او مسؤلینو په ګډون د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې لاسلیک شو.

د یاد هوکړه لیک په اساس به د ولایتی او مرکزي پُست خونو له لاري د لوړو زده کړو اړوند ډیپلومونه، ټرانسکریپټونه او د فاضلانو اړوند سندونه اخذ او د طی مراحل لپاره به لوړو زده کړو وزارت ته انتقال او د بهرنیو چارو وزارت تر تائیدی او تصدیق وروسته به متقاضی ته د خپل اړوند ولایت پُست خوني له لاري وسپارل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۱:۴۵
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، سلواغي / دلوي میاشتې لومړی نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رییس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قران عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۸ - ۱۱:۳۲
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، جدي میاشتې ۱۷ مه نېټه، کابل کې د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رییس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قران عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۰ - ۸:۴۸
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، قوس میاشتې ۱۹ مه نېټه، کابل! د کابل ښار بېلا – بېلو پُست خونو اداري کارکوونکو ته یو ورځنی ورکشاپ ورکړل شو.

افغان پُست امارتي شرکت د کابل ښار بېلا – بېلو پُست خونو اداري کارکوونکو لپاره د ګمرکي اظهار نامې ګزارش ورکونې (CDS) سیستم په برخه کې یو ورځنی ورکشاپ پر لاره اچولی وو.

یاد ورکشاپ د. . .

بیرته تګ