د افغان پُست دولتي شرکت له لوري په هرات ولایت کې د پُستي کوډونو ملی پروژه پرانېستل شوه!

haroon_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۶ - ۹:۵۷
,

د پُستي کوډونو ملی پروژه د هرات ولایت د محترم والی، د افغان پُست دولتي شرکت د لوی رئیس، د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ محترم رئیس او د یاد ولایت د یو شمېر دولتي چارواکو په ګډون سره د یوې پرتمینې غونډې په ترڅ کې پرانېستل شوه.

د پُستي کوډونو ملي پروژه د هېواد د پلازمینې کابل ښار څخه پیل او د دغه ښار 22 ناحیي د پُستي کوډ تر پوښښ لاندې راوستل شوي، ټاکل شوې ده چې یاده پروژه به په لومړۍ پړاو کې د هېواد لوی ښارونه د پُستی کوډ تر پوښښ لاندې راولي او دویم پړاو کې به د هېواد د ولایتونو مرکزونو ته او پای کې به ټول هېواد ته پراختیا و مومي او د هېواد ټولې سیمې به د پُستي کوډونو د سېستم تر پوښښ لاندې راوستل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۰ - ۱۵:۹
Background image

۱۴۰۳ هـ ل کال، حوت میاشتې ۲۰ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ