د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس الحاج مولوی رحمت الله مکی د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال د یاد شرکت د ۱۴۰۱ هــ ش کال د کړنو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه رسنیو ته راپور او اړین معلومات وړاندې کړل.
د ۱۴۰۱ ھ ش کال په ترڅ کې د افغان پُست دولتي شرکت لاسته راوړني.
1: د ۱۴۰۱ هجری شمسی کال د تشکیلاتو ترتیب او منظوری.
2: د داخلی دولتي مراسلاتو بیا پیلول.
3: د نړيوالو انتقالاتو بيا پیلول.
4: د پوسټ خونو له لاري د مخابراتي شرکتونو د سېمکارټونو وېشلو تفاهم نامه.
5: د پوسټ خونو له لاري د پاسپورټونو وېشل.
6: د پوسټ خونو له لاري د الکترونیکی کريډيټ خرڅلاو خدمتونو پیلول.
7: د بهرنیو چارو محترم وزارت اړوند د اسنادو د تأییدی پروسي بيا پيلول.
8: له مرکز سره E_1 سیستم له لارې د ولایتی پوسټ خونو نښلول.
د افغان پُست دولتي شرکت راتلونکي پلانونه په لاندې ډول دي.
1. د پاسپورټونو د پروسی د تعقیب لپاره د سیستم جوړول
2. د هوائي ډګرونو لپاره د ترالیو د سیستم پیلول
3. د کارګو خدمتونو پیلول
4. د پوهنی وزارت شهادت نامو د وېشلو پیلول
5. د برښنا ریاست د برښنایی بیلونو د ویش پیلول
6. د پُستي کوډونو د ودې او پراختیا پروژه