د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د ولسي جرگې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون له رییس، ښاغلي عبیدالله کلیمزي سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د افغان پُست شرکت له وروستیو پرمختګونو او لاسته راوړنو سربېره، د عامه خدمتونو پراختیا په موخه، د دغه شرکت د پلانونو په تړاو خبري وکړې.
په ناسته کې ښاغلي کلیمزي، په کمه موده کې د افغان پُست شرکت له بې ساري او چټک پرمختګ څخه د ستاینې تر څنګ، افغان پُست شرکت د شفافیت او رڼتیا مثال وباله او د عامه خدمتونو په برخه کې یې د دغه شرکت له پلانونو څخه خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړ.