د اکتوبر 9 مه، د پُست نړیواله ورځ

haroon.abadi
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۸:۵۲
,

د افغان پُست دولتي شرکت د رهبرۍ پلاوي د پُست نړیواله ورځ د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې و لمانځله.

دغه لمانځ غونډه په انترکانتـیننتال هوټل کې د ریاست الوزرا د دویم مرستیال ښاغلی مولوی عبدالسلام حنفی، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر ښاغلی مولوی نجیب الله حقانی، د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس ښاغلی مولوی رحمت الله مکی او یو شمېر نورو جګ پوړو حکومتي چارواکو په ګډون سره و لمانځل شوه.

غونډه د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، لومړي سر کې د غونډي ګډونوالو ته د ا.ا.ا د رئیس الوزرا استول شوی پیغام واورول شوو، تر هغه وروسته د افغان پُست دولتي شرکت لوی رئیس، د ریاست الوزرا دویم مرستیال، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزیر، او یو شمېر نورو چارواکو د پُست د نړیوالي ورځي د اهمیت او پُستي خدمتونو د کیفیت په اړه ویناووي وکړي، چارواکو په خپلو ویناوو کې د افغان پُست شرکت د مشرتابه او کارکوونکو هلي ځلي وستایلي او په هېواد کې یې د پُستي خدمتونو په لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۲ - ۱۴:۱۲
Background image

د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته د دغه شرکت د لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ تر سره شوه!

پدغه ناسته کې د افغان پُست دولتي شرکت د ولایتي دفترونو د انترنټي ستونزو په حل لارو، د ریاستونو د عایداتی سرچېنو او خدمتونو په طرحه، د ښاري پُست خونو د معلوماتي ټکنالوجۍ اړوند وسایلو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۴ - ۱۴:۰
Background image

افغان پُست دولتي شرکت په انترکانتننتال هوټل کې د تعلیم، تحصیل او مسلک په کنفرانس او نندارتون کې ګډون وکړ!

افغان پُست دولتي شرکت هېوادوالو او سوداګرو ته د پُستي خدمتونو د معرفی په پار د روان کال د کب میاشتې له ۱۱ ــــ۱۳ مې نېټې پورې په یاد کنفرانس او نندارتون ګډون درلود او د نندارتون ګډون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۹ - ۸:۵۲
Background image

د افغان پُست دولتي شرکت اداري ناسته د دغه شرکت د لوی رئیس ښاغلی الحاج مولوی رحمت الله مکی په مشرۍ تر سره شوه چې د ریاست مرستیالانو، رئیسانو او یو شمېر آمرینو په کې ګډون کړی وو.

په دغه ناسته کې د شرکت په یو لړ مهمو ادارې، تخنیکي، عملیاتي، او تجارتي مسايلو هر اړخېز بحث خبرې اتري تر سره شوي او په اړه یې اړېن تصامیم و نیول شول.

د ناستې په پای کې ښاغلی مکی. . .

بیرته تګ