د دولت په چارو کې پېښو ته د رسېدنې وزارت، له مالي او اداري معین سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس د یوې ناستې په ترڅ کې، د دولت په چارو کې پېښو ته د رسېدنې وزارت له مالي او اداري مرستیال ښاغلي مطیع الله صافي سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي ویس د افغان پُست شرکت له وروستیو لاسته راوړنو، پرمختګونو، د عامه خدمتونو پراختیا په برخه کې تازه تګلارو او راتلونکو پلانونو په اړه خبره وکړې.
په ناسته کې ښاغلي صافي د افغان پُست شرکت وروستي پرمختګونه وستایل او زیاته یې کړه، چې دغه شرکت به په نیږدې راتلونکې کې د خپلو اغېزناکو پلانونو او چټک پر مختګ له امله د هېواد په کچه د مخکښو شرکتونو له ډلې څخه وي.