د عوایدو لوی ریاست د منځنیو مالیه ورکوونکو له رییس سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!

haroon.abadi
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۶ - ۱۴:۳۴
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس احمد وحید ویس، د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه د مالیې وزارت د عوایدو لوی ریاست د منځنیو مالیه ورکوونکو له رییس حبیب الله امین اندړ سره وکتل.

په دغه کتنه کې ښاغلي ویس د افغان پُست شرکت له وروستیو پرمختګونو څخه د یادونې تر څنګ، د تازه پلانونو له مخې د عامه خدمتونو پراختیا په موخه د افغان پُست پر تازه طرحو خبرې وکړې.

په ناسته کې ښاغلي اندړ د افغان پُست شرکت له چټک پرمختګ او ودې څخه د ستاینې تر څنګ، د پُست خونو له لارې د لومړنیو او منځنیو مالیه ورکوونکو د حسابونو تصفیې اسنادو د وېش په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

په پای کې دواړو لوریو په نیږدې راتلونکې کې په دې تړاو د دوه اړخیزو همکاریو پر هوکړه لیک توافق وکړ.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۶:۲۹
Background image

له قزاقستاني پلاوي سره د ګډو پروژو او نوو همکاریو په اړه لیدنه ترسره شوه!

د قزاقستان هېواد پلاوي د افغان پُست امارتي شرکت د رهبرۍ له پلاوي سره وکتل.
په دغه لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه د انتقالاتو او پُستي خدمتونو د ودې، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۲۱:۵۶
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، سرطان میـاشـتې ۱۶ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۸ - ۱۴:۴۵
Background image

۱۴۰۴ هـ ل کال، ثـور میـاشـتې ۸ مه نېټه، کابل! د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ