د لړم (عقرب) میاشتې په 29 مه نېټه د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته تر سره شوه!

noor_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۸/۲۹ - ۱۴:۳۵
;

.د افغان پُست دولتي شرکت ادارې ناسته د دغه شرکت د لوی رئیس الحاج مولوی رحمت الله مکي په مشرۍ او د شرکت د مرستیالانو، څانګو رئسانو او آمرینو په ګډون سره تر سره شوه

په یاده ناسته کې د شرکت اړوندو ریاستونو لپاره د پالیسیو، طرزالعملونو او لایحه وظایف جوړولو، د پُست د ولایتی مدیریتونو اړوند خالي بستونو ډکولو، د کندوز ولایت د افغان پُست آمریت د ودانۍ ستونزو حلولو، په جبراییل شهرک کې د .پُستي خدمتونو وړاندې کولو په موخه د نوې پُست خوني ایجادولو او نویو پُستي ټکټونو چاپولو پر موضوعاتو هر اړخيز بحث تر سره شو او په اړه يې اړین تصامیم اتخاذ شول

.د ناستي په پای کې د افغان پُست دولتي شرکت مشرتابه هئیت د اړوندو څانګو رئیسانو او آمرینو د فعالیتونو قدردانۍ وکړه او د چارو ښه تنظیم په موخه یې اړېني سپارښتني او لارښوني وړاندې کړي

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ