د کابل په مرکزي پُست خونه کې د افغان ملي بانک د څانګې پرانیسته!

haroon.abadi
دوشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۱۳ - ۹:۱۳
.

د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د افغان ملي بانک عامل رییس ښاغلي عبدالعزیز بابکرخېل او دواړو لوریو د مشرتابه پلاوې په ګډون، د کابل ښار په مرکزي پُست خونه کې د افغان ملي بانک نوې څانګه پرانیستله.

د پرانیستې په مراسمو کې ښاغلي احمد وحید ویس، دا چاره د افغان پُست شرکت پېرودونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو، اداري فساد د مخنیوي، د تعرفو ورکړې لړۍ د چټکتیا او نورو اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې اغېزمن ګام وباله او زیاته یې کړه، چې له دې وروسته د افغان پُست له خدمتونو څخه ګټه اخیستونکې کسان کولای شي، د وخت له ضایع کولو پرته پُستي اجوره د افغان پُست مرکزي څانګې د ننه د افغان ملي بانک له لارې تحویل کړي.

ښاغلي ویس همدا راز، د افغانستان په کچه ټولو پُست خونو ته د بانکي څانګو له پراختیا خبر ورکړ.

د مراسمو په لړ کې ښاغلي بابکرخېل هېوادوالو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د افغان پُست شرکت له هڅو او وروستیو پرمختګونو څخه د ستاینې تر څنګ، په مرکزي پُست خونه کې د افغان ملي بانک څانګې ته د ځای او نورو امکاناتو ورکړې له امله مننه وکړه.

نوموړي همداراز، د افغان پُست نورو څانګو ته د افغان ملي بانک نمایندګیو د پراختیا په تړاو خبري وکړې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۳:۳۶
Background image

د افغان پُست امارتي شرکت او د موام (MOAM) پُستي خدمتونو شرکت ترمنځ د نړیوالو پُستي او کارګو خدمتونو په برخه کې د دوه‌ اړخیزې همکارۍ هـوکړه ‌لیک لاسلیک شو!

د یادې هوکړې له مخې به هېوادوالو ته د داخلي او بهرنیو پُستي او کارګو انتقالاتو په برخه کې ګڼې آسانتیاوې، چټک خدمات او خوندي انتقالات برابر شي. یاده همکاري به د پُستي انتقالاتو د چټکتیا،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۹:۳۴
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، دوشنبه، جدي میـاشـتې۲۲مه نېټه، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رئیس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رئیسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۲۲ - ۱۶:۲۲
Background image

۱۴۰۴ هــ ل کال، میــزان میـاشـتې ۲۱ مه نېټه کابل کې، د افغان پُست امارتي شرکت اداري ناسته ترسره شوه:

یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی ریـس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قرآن عظیم الشان د څو. . .

بیرته تګ