په افغانستان کې د (Air Arabia) هوایی شرکت له استازی سره د ښاغلي احمد وحید ویس لیدنه!
د افغان پُست شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د دغه شرکت له خوا د کارګو خدمتونو پیل او ودې په موخه، په افغانستان کې د عربیه هوایي شرکت (Air Arabia) له استازي ښاغلي فرید احمد نظري سره وکتل.
په دغه کتنه کې ښاغلي ویس، د هېواد اقتصادي شوری ته د لوژستیک خدمتونو پراختیا په برخه کې د دغه شرکت د هر اړخیزې طرحې په تړاو خبرو تر څنګ زیاته کړه، بهر ته د پراخو سوداګریزو صادراتو او د بازار اړتیاوو ته په کتو افغان پُست شرکت له هېواد څخه بهر د کارګو لېږد خدمتونه پيلوي.
د ښاغلي ویس په وینا، افغان پُست شرکت د اقتصادي شوری په مشرۍ د پنځه اړخیزه هوکړه لیک له لاسلیکولو سره سم لېوالتیا لري، د پُستي کڅوړو او کارګو لېږد خدمتونو په برخو کې د خپلو ګټو پر اساس له عربیه هوايي سرکت سره د دوه اړخیزو همکاریو هوکړه ولري.
په ناسته کې ښاغلي نظري د کارګو لېږد په برخه کې، د عربیه هوايي شرکت له پرېمانه امکاناتو او اوږدمهالې تجربې لرلو څخه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، عربیه هوايي شرکت د افغان پُست شرکت د اړتیاوو پر اساس د نړۍ هرې څنډې ته د پُستي کڅوړو او له وزن پورته کارګو لېږد په برخو هر راز همکارۍ ته چمتو دی.
د ناستې په پای کې دواړو لوریو په نیږدې راتلونکې کې د کارګو لېږد په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پر یوه هوکړه لیک توافق وکړ.