۱۴۰۳ هـ ل کال، عقرب میاشتې ۲۸ مه نېټه، کابل د افغان پُست امارتي شرکت ادارې ناسته ترسره شوه:
یاده ناسته، د افغان پُست امارتي شرکت د لوی رییس ښاغلي الحاج مولوي رحمت الله مکي په مشرۍ، د شرکت مرستیالانو، څانګو رییسانو او آمرینو په ګډون تر سره شوه، ناسته د قران عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل او د تېرې ناستې د لارښوونو او پرېکړو په تعقیب په ټرانزیټي باروړنکو نقلیه وسایطو کې د (SMART LOCKER) نصبول، د ښه مدیریت په موخه د حیرتانو پُست خونې ترمیم، د شمالي ولایتونو په پُست خونو کې د شته ستونزو هوارول، معیاري پُستي خدماتو د وړاندې کولو په موخه د شته نېمګړتیاوو حلول، د پلازمېنې، ولایاتو او ولسوالیو ترمنځ د پُستي انتقالاتو او تبادلې په موخه میکانیزم رامنځته کول او په یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو هر اړخيز بحث ترسره شو.
د ناستې په پای کې ښاغلي مکي د ناستې ګډونوالو ته په چارو کې د بریالیتوبونو هيله څرګنده کړه او د چارو د ښه تنظیم په موخه یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړي.