په افغانستان کې د پُستي خدمتونو مخېنه:

په افغانستان کې پُستي خدمتونه په 1870 م یا 1249 ه ش کال د کې چې د امیر شیر علی خان د حکومت دوره وه  پیل شول او څه د پاسه یوه نېمه پیړۍ مخېنه لري د هغه وخت اړتیا ته په کتو سره د کابل په بالا حصار سېمه کې لومړنۍ پُست خونه د (چاپار خاني) په نوم تأسیس شوه تر هغه وروسته د هېواد د لویو ښارونو په مراکزو کې یوه یوه پُسته خانه پرانېستل شوه، د دغو پُست خونو تر منځ د راجستري په بڼه د یوه او دوه مثقال وزن لرونکو دولتي او شخصي مکتوبونو لېږد را لېږد تر سره کیدو، پُستي ټکټونه د شاهې او ثنار ( د وخت مروجې سکي) په قیمت په سپېنو کاغذونو کې په ضعیف رنګ سره چاپ او په مکتوبونو نصب کېدل، د هغه وخت مشهور پُستي ټکټ د زمري سَر (کله شیر) وو چې یوه بېلګه یې اوس مهال د انګلستان په موزیم کې ساتل کیږي. د افغانستان پُستي ادارې په (1928) م کال کې د (UPU)  یا نړیوالي پُستي اتحاديې، په (1968) م کال کې د آسیا پسفیک پُستي اتحادیې غړیتوبونه تر لاسته کړي دي چې د یادو نړیوالو نهادونو په همغږۍ سره په نړیوالو معیارونو برابر پُستي او ټولګټي خدمتونه وړاندې کوي. د پُست د ادارې حقوقي بڼه په 1398 هـ ش کال کې د پُست له ریاست څخه دولتي شرکت ته بدلون وموند او د افغان پُست په نوم ونومول شوو او د پُستی خدمتونو د لا پیاوړتیا او معیاري کېدلو لپاره  هر اړخېز ګامونه او فعالیتونه پلي شول. افغان پُست د هېواد په  سطحه د 463 پُست خونو یوه پیاوړي او پراخه پُستي شبکه تشکیل کړه او  د دغې شبکي  له لارې یې په کابل ښار، ولایتي مرکزونو، هوائې ‌ډګرونو، سرحدي بندرونو، او ولسوالیو مرکزونو کې په ملي او نړیواله کچه د پُستي خدمتونو وړاندې کولو برخه کې فعالیتونه پیل کړل. د افغان پُست دولتي شرکت رهبرۍ پلاوی ژمن دی تر څو د پُستي خدمتونو د پیاوړتیا او لا پراختیا لپاره هر اړخېزي هڅي تر سره کړي تر څو پُستي خدمتونه او پُستي انتقالات په لا معیاري او ښه کیفیت سره هېوادوالو ته وړاندې کړي او همدارنګه د ټولګټو یا عامه خدمتونو لمن لا پراخه کړي تر څو هېوادوالو ته په ورځنیو رسمي چارو کې اسانتیاوي را منځ ته شي.