احمد وحید ویس، د پوهنې وزارت له سرپرست وزیرې آغلې رنګینه حمیدي سره وکتل!
د افغان پوسټ شرکت لوی رییس ښاغلي احمد وحید ویس، د افغان پوسټ شرکت د عامه خدمتونو انلاین سیسټم له لارې د دغه وزارت د عامه خدمتونو وړاندې کولو او د کارګو له لارې د دغه وزارت درسي توکو د لېږد په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پراختیا په موخه، د پوهنې وزارت له سرپرست وزیرې آغلې رنګینه حمیدي سره وکتل.
د کتنې په پای کې دواړو لوریو په دې تړاو د دوه اړخیزه هوکړه لیک پر لاسلیکولو ټینګار وکړ..