احمد وحید ویس د غازي ميربچه خان دولتي مډال او لومړۍ درجه تقدیرنامې تر لاسه کړې

haseeb_admin
یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۸:۴۱
اهدای جایزه خلاقیت

د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمنې او د اداري اصلاحاتو او ملي خدماتو د مستثل کمېسيون د مشرتابه له خوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دوه لوړ پوړه کارکوونکو په شمول د ملکي خدماتو لس تنه خلاق او غوره کارکوونکي د جوایز، ستاينلیکونو او مډالونو په ورکولو سره وستایل شول. 
دغه جايزې چې د ښاريانو، مدني بنسټونو او ټولنيزو سازمانونو له خوا د غوره خدماتو د عرضې او د فساد سره د مبارزې په برخه کې ټاکل شوې وې، د ارزونې د کمېټې او داورانو د اروزونې وروسته د ميربچه خان دولتي مډال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پُسټ رئیس احمد وحيد ویس او لومړۍ درجه ستاینلیک د لغمان ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس همايون شمس ته ورکول شو. 
جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني ګټونکو ته په خطاب کې وویل چې تاسو نن ثابته کړه چې ددې هېواد مالکان ياست، تاسو د مخابراتو په سطح د روښنايي راوړونکي ياست او ستاسو نوښتونو د پر خلکو اغېزه کړې. تاسو د مردم سالارۍ بنيادونه ټينګوئ. له دې وروسته به هر کال ستاسو په شان د د نوښتګرو ځوانانو ستاينه کېږي. 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۳۹۷/۱۰/۹ - ۸:۴۱
Background image

احمد وحید ویس د غازي ميربچه خان دولتي مډال او لومړۍ درجه تقدیرنامې تر لاسه کړې

د جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمنې او د اداري اصلاحاتو او ملي خدماتو د مستثل کمېسيون د مشرتابه له خوا، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دوه لوړ پوړه کارکوونکو په. . .

چهارشنبه ۱۳۹۷/۸/۲۳ - ۱۲:۱۷
Background image

افغان پست نوې لوګو

مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجۍ وزیر محترم شهزاد آريوبي د افغان پُسټ ادارې د عصري سازۍ او ددغه رياست د نوې لوګو او برنډنګ د پرانېستې مراسمو کې برخه واخیسته.

محترم آريوبي وویل، د افغان. . .

دوشنبه ۱۳۹۷/۵/۱۵ - ۱۲:۵
Background image

د افغان پُست او کام آير هوايي شرکت تر منځ د پُستي بستو د انتقال هوکړه لیک

نن دوشنبه د ۱۳۹۷ د اسد مياشتې په ۱۵مه نېټه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان پُست ادارې رئیس احمد وحيد ویس او د کام آیر هوائی شرکت د حقوقي مرستيال تر منځ په داسې حال کې د. . .

بیرته تګ